Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: راتلونکې اوونۍ به له ایراني پلاوي سره مذاکرات پیل کړو.
۵ سرطان ۱۴۰۴

ټرمپ: راتلونکې اوونۍ به له ایراني پلاوي سره مذاکرات پیل کړو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به له ایراني پلاوي سره مذاکرات وکړي. 

نوموړي زیاته کړې چې نور له ایران سره د اټومي مذاکراتو اړتیا هم نه لیدل، ځکه ټرمپ ادعا کړې چې د ایران اټومي پروګرام یې له منځه وړی او د اټومي وسلو جوړولو په برخه کې د تهران وړتیا کمزورې شوې ده.

 له دې وړاندې ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایران خپل اټومي پروګرام بېرته ورغوي، یو ځل بیا به پرې پوځي برید وکړي. 

تهران تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی نه دی. د یادولو وړ ده، چې د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند له ټينګېدو وروسته کړې دي.

مطالب

ټرمپ: راتلونکې اوونۍ به
له ایراني پلاوي سره مذاکرات پیل کړو

دا خبر نورو سره شریک کړئ