Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ټرمپ او عبدالله لیدنه؛ «غز به پر الماس بدله شي»
۲۴ دلو ۱۴۰۳

د ټرمپ او عبدالله لیدنه؛ «غز به پر الماس بدله شي»

په سپینه ماڼۍ کې د اردون له پاچا عبدالله سره د لیدنې پرمهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د غزې تړانګې کنټرول په لاس کې واخلي.

د اردن پاچا بیا خپل هېواد کې د غزې اوسېدونکو د منلو په اړه پرېکړه د مصر او سعودي عربستان دریځ پورې وتړله.

اردن چې په منځني ختیځ کې د امریکا له کلکو ملاتړو بلل کېږي، د فلسطینیانو بیامېشتېدو په اړه د ټرمپ له وړاندیز سره مخالفت ښودلی و.

د اردون پاچا له دې لیدنې وروسته ویلي: «اردون د فلسطینیانو له بیامېشتېدو سره مخالفت دی.»

خو ټرمپ دې لیدنه کې چې پاچا عبدالله یې هم ترڅنګ ناستو و، یو ځل بیا د غزې پر نیولو ټينګار وکړ. ټرمپ وویل: «موږ به هغه ځای «غزه» نیسوو، ساتو به یې او ساتنه به یې کوو.»

د امریکا ولسمشر همداراز ادعا کړې چې د غزې په نیولو سره به هلته ډېرې دندې رامنځته شي او په وینا یې: «زه فکر کوم چې کېدای شي، غزه پر الماسو بدله شي.»

مطالب

د ټرمپ او عبدالله لیدنه
غز به پر الماس بدله شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ