Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روزا اوتنبایوا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د کډوالو د ستونزو په اړه غږېدلې.
۴ جوزا ۱۴۰۴

روزا اوتنبایوا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د کډوالو د ستونزو په اړه غږېدلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د یاد وزارت مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ «یوناما» له مشرې روزا اوتنبایوا سره د راستنو شویو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

 په لیکلي بیان کې د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۲ میاشتو په اوږدو کې له پاکستان او ایرانه سلګونه زره افغانان راستانه شوي دي. له دې وړاندې یوناما ټینګار کړی و چې له راستنېدونکو یې ملاتړ په لومړیتوب کې دی.

مطالب

روزا اوتنبایوا د بهرنیو چارو وزارت
له مرستیال سره د کډوالو
د ستونزو په اړه غږېدلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ