Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اقتصادي مرستیالۍ: د سهامي شرکتونو رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

اقتصادي مرستیالۍ: د سهامي شرکتونو رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي.

د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر عمومي ریاست د مرستیال په مشرۍ د سهامي شرکتونو رامنځته کېدو لپاره د کړنلارې جوړېدو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوې. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د چارو ادارې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کانونو او پټرولیم عدلیې وزارت، د افغانستان بانک او د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو په‌کې برخه اخیستې وه.

 سرچینې ویلي، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو او د هغوی د فعالیتونو د تنظیم په موخه باید منظمه کړنلاره جوړه شي.

مطالب

اقتصادي مرستیالۍ
د سهامي شرکتونو
رامنځته کېدو لپاره کړنلاره جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ