Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کورنیو بې‌غوري؛ میدان‌وردګ کې دوه ماشومان اوبو ډوب کړي.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

د کورنیو بې‌غوري؛ میدان‌وردګ کې دوه ماشومان اوبو ډوب کړي.



د میدان‌وردګ ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د چک ولسوالي «عربانو چهارشینې» کلي دوه ماشومان د اوبو حوض ته لویدلي او ژوند یې بایللی دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د کورنیو د بې احتیاطۍ له امله شوې.

د دواړو ماشومانو عمرونه هم له لسو کالونو کم ښوول شوي.

د میدان‌وردک د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس له کورنیو وغوښتل چې د خپلو ماشونو د پالنې او ساتنې لپار له غور کار واخلي چې ورته پېښې بیا تکرار نه‌شي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم یوشمېر ولایتونو کې ماشومان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

مطالب

د کورنیو بې‌غوري
میدان‌وردګ کې
دوه ماشومان اوبو ډوب کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ