Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې سږکال ۲۰ میلیونه افغانۍ عُشر را ټول شوی.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې سږکال ۲۰ میلیونه افغانۍ عُشر را ټول شوی.

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د عواید چارو تنظیم مر عبدالبصیر شاهد پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، یاد عواید د لوګر له مرکز او شپږو ولسوالیو څخه راټول شوې دي.

د نوموړي په وینا، راټول شوي عواید د عشر او زکات، ځمکو د اجارې او ځینو نورو برخو څخه ترلاسه شوي دي.

شاهد زیاته کړه، یاد عواید په ډېر شفافیت ترلاسه شوي او د حکومت خزانې ته يې سپارلې دي..

بل‌خوا د لوګر یوه اوسېدونکي حمیدالله وایی، د دغه ولایت بزګرانو اقتصادي وضعیت تر پخوا خرابه شوی او اړتیا ده چې د لاسنیوي په موخه راتلونکي لمریز کال کې له بزګرانو حشر وانخلي.

مطالب

لوګر کې سږکال
۲۰ میلیونه افغانۍ
عُشر را ټول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ