Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره او بې ‌کیفیته توکي راټول او سوځول شوي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره او بې ‌کیفیته توکي راټول او سوځول شوي.

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار له بېلابېلو هټیو ۸ ټنه تاریخ تېره او بې ‌کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي. 

د یاد ریاست رییس مولوي شبیر احمد صدیقي رسنیو ته ویلي، چې دغه توکي د صنعتي پارکونو، سوداګریزو چارو امریت او د مستهلکینو ملاتړ کمېسیون په همکارۍ راټول شوي او د اړوندو مسوولینو په شتون کې سوځول شوي. 

صدیقي ټینګار کړی، چې دا بهیر به دوام ومومي او د کیفیت لرونکو توکو د پلور ملاتړ به وشي.

مطالب

لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره
تېره او بې ‌کیفیته توکي راټول
او سوځول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ