د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ تایید شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونه افغانیو پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړلو طرحه هم تایید او منظوره شوه.
دغه مارکېټ د پارکېنګ په درلودلو سره په شپږ پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ هټۍ او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د اقتصادي کمېسیون د معلوماتو له مخې یادې پرېکړې یې د منظورۍ لپاره د سرپرست حکومت مشرتابه مقام ته استولې دي.