Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حقاني: پاکستان په یو اړخیزه توګه د کډوالو ایستلو پرېکړه کړې.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

حقاني: پاکستان په یو اړخیزه توګه د کډوالو ایستلو پرېکړه کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو ویلي، پاکستان په یو اړخیزه توګه د کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې.

 د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني ویلي، د کډوالو له کوربه هېوادونو سره د کډوالو برخه کې په اړیکه کې دي، څو د بېرته راستنېدنې پروسه د یو منظم پلان له مخې ترسره شي. 

حقاني د کډوالو برخه کې د نړۍوالو ادارو په رول په نیوکې سره ویلي، د کډوالو کوربه هېوادونو کې یې د کډوالو د شته وضعیت په اړه له خپل نفوذ څخه کار نه دی اخېستی.

 نوموړی ډاډ ورکوي، چې د کډوالو چارو وزارت بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو رسولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او له وړاندې ټاکل شویو کمېټو له لارې خپلې چارې پر مخ وړي. د یادونې ده، چې دا مهال له پاکستان څخه د کډوالو د ویستلو لړۍ پیل شوې، چې تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

مطالب

حقاني
پاکستان په یو اړخیزه توګه
د کډوالو ایستلو پرېکړه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ