Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزې ته د اوربند پر لومړۍ ورځ د مرستو ۶۳۰ لارې ننوتې.
۱ دلو ۱۴۰۳

غزې ته د اوربند پر لومړۍ ورځ د مرستو ۶۳۰ لارې ننوتې.

غزه کې د اوربند د اعلان پر لومړۍ ورځ له بشري مرستو بار ۶۳۰ لارو اجازه وموندله چې د غزې بېلابېلو سیمو ته مرستې ولېږدوي.

یادې لارې تر ډېره د غزې هغو سیمو ته لېږدول شوي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د اسراییلو تر کلابندۍ لاندې وې او سخته جګړه په‌کې روانه وه.

د ملګروملتونو د مرستو رسولو مشر ټام فلېچر وايي چې شاوخوا ۳۰۰ لارې د غزې شمال جګړه‌ځپلو سیمو ته استول شوي دي.

د شوي اوربند له مخې، غزې ته به هره ورځ له بشردوستانه مرستو بار ۶۰۰ لارۍ پرېښودل کېږي.

غزه کې د څه باندې ۱۵ میاشتو جګړې او کلابندۍ له امله زرګونه کسان له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اسراییلي ځواکونو دې موده کې د غزې روغتونونه او د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو بنسټونه په بشپړه توګه له‌منځه وړي او وضعیت بېړنی دی.

د ملګروملتونو سرمنشي انټوینو ګوټرېش هم ویلي چې غزې ته به د مرستو لېږد او کچه زیاته کړي.

په ورته مهال د اوربند له اعلان سره هم‌مهاله زرګونه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي. دوی هیله لري چې بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.

مطالب

زره ټېلره بشرې مرستې غزې ته د ننوتو په حال کې دي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ