غزه کې د اوربند دویم پړاو لپاره چمتووالی نیول کېږي.
رویټرز راپور ورکړی چې حما.س او اسراییل غزه کې د اوربند دویم پړاو ته چمتوالی ښودلی دی. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، سبا دوشنبه، به دوحې ته د دغو خبرو لپاره پلاوی واستوي. د حما.س مرکچیان چې قاهره کې له مصري او قطري منځګړو سره د اوربند د دویم پړاو په تړاو په خبرو بوخت دي، ویلي چې د فلسطینیانو ستونزو ته د رسېدو پر بنسټ خبرو ته چمتو دي. حما.س دغه راز غزه کې تر ټاکنو وړاندې د حکومتولۍ لپاره د یوې لنډمهالې ملي او خپلواکې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.