Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ټرافیکي پېښو له امله شپږ تنو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې.
۴ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د ټرافیکي پېښو له امله شپږ تنو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې.

لوګر کې د درېیو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومانداني ویاند مولوي احمدالله انس وایي، دوه ټرافیکي پېښې د محمداغې ولسوالۍ په «سفیدسنګ» او یوه هم د بر‌کي ‌برک ولسوالۍ په «تقي کلا» سیمه کې شوې دي.

ښاغلي انس زیاته کړې، دا پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوي، چې یوه کس په ‌کې ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د ټرافیکو مدیریت د مسوولینو په خبره، د پېښو ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

زینت راډیو – لوګر.

مطالب

لوګر کې د ټرافیکي پېښو
له امله شپږ تنو ته
مرګ ‌ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ