Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي دغه ولایت کې د سل زره امریکايي ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.

جومات چې د څرخ ولسوالي اړوند نوشهرسیمه کې د «احمدیه» په نوم دیني مدرسې او دارلایتام ته په اساسي توګه جوړېږي، شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي او د ۳۰۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت به ولري.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند، شاپور عرب زینت راډیو ته وویل، دا جومات او ورسره، دینه مدرسه او دارالایتام زده‌کوونکو لپاره ډوډۍ خوړولو صالون او د اوداسه ځایونه به هم جوړ شي.

د یادې ودانۍ لګښت د ترکیې د یوه اوسېدونکي په مالي ملاتړ جوړیږي چې چارې به یې تر راتلونکي یوه کال بشپړې شي.

عرب همدارنګه زیاتوي چې دغه دیني مدرسه د پوهنې د اسلامي زده‌کړو امریت په چوکاټ فعالیت کوي چې اوس په‌کې شاوخوا۲۵۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به نه یوازې د عبادت‌کوونکو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، په خواکې به یې سلګونه پر زده‌کړو بوخت ماشومانو ته هم د لیک-لوست مناسب چاپیریال برابر شي.

مطالب

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو
یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.