د چاپېریال ساتنې ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغې ادارې رییس مطیع الله خالص د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سیمه ييز مشر سره کتلي دي.
په خبر پاڼې له مخې په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون په اړه هم خبرې شوې دي. د سره صلیب نړیوال فدراسیون سیمه ییز مشر الکساندر ویلي: «د افغانستان بدلونونه له سختو پایلو سره مخ دي.»
خالص په دې لیدنه کې زياته کړې: «وروستیو وچکالیو، بې وخته سېلابونو او د طبیعي پېښو زیاتوالي زموږ ټولنه له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.
د دې ننګونو سره مبارزه یوازې د ملي هڅو له لارې ممکنه نه ده، بلکې د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده.