Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.
۲۳ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.



د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ولایت په کچه د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي زینت راډیو ته وویل، دغه سیالي چې  دوه اوونۍ یې دوام وکړ، د لوګر له مرکز او ولسوالیو څخه ۳۸ غوره لوبډلو او لسګونه لوبغاړو پکې ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، «دغه سیالۍ د والېبال فدراسیون په همکارۍ پيل شوې وې چې اصلي موخه یې والېبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د ورزش کارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.»

نعیم‌ءزي زیاته کړه، د شویو سیالیو پای‌لوبې ته د لوګر اتلانو او تنګي سټار لوبډلو لاره موندلې وه چې لوګر اتلانو والیبال لوبډلې وکولای شول خپلې سیالي لوبډلې ته ۱/۳ ماته ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

هغه وویل، هڅه کوي لوګر کې د والیبال ورزش ته وده ورکړي او د ورزشکارانو  پر وړاندې شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د «اختریز جام» په نوم دوالیبال سیالي جوړې شوې وې.

مطالب

لوګر کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ
د والیبال سیالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ