Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان؛ د کرنې ریاست روان کال ۳۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

لغمان؛ د کرنې ریاست روان کال ۳۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې یې نږدې ۳۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس رسنیو ته ویلي، چې دغه ریاست د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۳۶ میلیونه ۷۸۹ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. هغه ویلي چې دغه عواید د ځمکو د اجارې، عشر او زکات، د تجهیزاتو د کرايې، د کرنیزو حاصلاتو د خرڅلاوو، قطعي مالونو، د جوازونو د وېش او د طبیعي ځنګلونو د حاصلاتو د فیس له لارې راټول شوي دي.

مطالب

لغمان
د کرنې ریاست روان
کال ۳۷ میلیونه افغانۍ
عواید راټول کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ