Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کي د راستنېدونکو د مېشتېدنې لپاره د ځمکې سروې وشوه.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

هلمند کي د راستنېدونکو د مېشتېدنې لپاره د ځمکې سروې وشوه.



د هلمند نهرسراج ولسوالي اړوند سیمو کې د یوې ګډې کمېټې له لوري له ګاونډیو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو د مېشتېدو لپاره د ځمکې سروې وشوه.

یاده سروې د اړوندو ادارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست، سیمه‌‌ییزو چارواکو او د امنیتي بنسټونو استازو په همږغۍ شوې چې موخه یې، د کډوالو لپاره د دایمي هستوګن ځایونو برابرول او د هغوی د بیامېشتېدنې بهیر چټکول دي.

د کډوالو چارو د همغږۍ کمېټې مسوولان وایي چي دغه اقدام د ولایت مقام په لارښوونه د همکارو ادارو د ګډو هڅو یوه برخه ده، څو له راستانه شوي په خپلو سیمو کي ژوند ته دوام ورکړي.

د مسوولانو په وینا، له سروې وروسته به د ځمکي وېش او نور اړوندې اسانتیاوې د یوه منظم پلان له مخې، برابرېږي، څو دغه بهیر شفاف او عادلانه پرمخ لاړ شي.

چي په وروستیو کي هلمند ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او اړینه بلل کېږي چي د هغوی د میشتېدني لپاره عملي او دوامداره ګامونه پورته شي.

مطالب

هلمند کي د راستنېدونکو
د مېشتېدنې لپاره
د ځمکې سروې وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ