Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

میدان‌وردګ کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.

د میدان‌وردګ د چاپېریال ساتنې، ښاروالي او کرنې ریاستونو له لوري د نیالګیو پسرلنی کمپاین پیل شو چې له مخې به یې، د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰زره مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شي.

جوړو شویو مراسمو ته د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل: «د نیالګیو کېنول، صدقه جاریه ده او له خلکو په ځانګړي ډول د ښوونځیو له زده‌کوونکو، یې وغوښتل چې د خپل ولایت د زرغونتیا لپاره نیالګي کښېنوي.»

 نوموړي د میدان‌وردګ اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګیو د کینولو تر کمپاین وروسته، د هغوی د ساتنې، اوبه ورکولو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د میدان‌وردګ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي نیازمحمد عابد وویل، سږکال به د ولایت په کچه په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې ۳۰زره مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شي.

نوموړي د دغه له اوسېدونکو او بزګرانو وغوښتل چې د نیالګیو په کېنول، ساتنه او پالنه کې له دولت سره همکاري وکړي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
د نیالګیو کېنولو
پسرلنی کمپاین پیل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ