Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایراني چارواکي: د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره جدي ګامونه اخلو.
۲۷ ثور ۱۴۰۴

ایراني چارواکي: د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره جدي ګامونه اخلو.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، چې دا مهال شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه بهرني وګړي په ایران کې ژوند کوي.

 نوموړي، سره له دې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي او تاریخي اړیکو یادونه کړې، ټینګار کړی چې هېواد یې د دومره زیاتو مېلمنو د منلو وړتیا نه لري او د ناقانونه کډوالو بېرته ستنول یې له جدي لومړیتوبونو څخه دي.

 د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو مرکز د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا شپږ میلیون بهرني وګړي په قانوني او ناقانونه توګه په ایران کې اوسېږي چې ډېری یې افغانان دي.

مطالب

ایراني چارواکي
د ناقانونه کډوالو
د ستنولو لپاره جدي ګامونه اخلو

دا خبر نورو سره شریک کړئ