Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام فوټبال سیالۍ پیل شوې.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام فوټبال سیالۍ پیل شوې.

په خوست ولایت کې کې د ۴۰ منتخبو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې.د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر عطاءالله کډوال وویل، چې د رمضان جام سیالیو د پیل لوبه د ګربزو منتخب او لکڼو منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته دا لوبه ۱/۱ ګولونو په ترسره کولو لوبه برابره پای ته ورسېده. باید وویل شي، چې یادې سیالۍ به د روژې میاشتې ترپایه دوام لري چې هره شپه به د تراویحو له لمانځه وروسته ترسره کېږي او په کې به ۴۰ لوبډلې په حذفي ډول یو له بل سره سیالي وکړي.

مطالب

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ
د رمضان جام فوټبال
سیالۍ پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ