Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس: غزه کې مو پر اسراییلي ځواکونو برید کړی.
۱۴ سرطان ۱۴۰۴

حماس: غزه کې مو پر اسراییلي ځواکونو برید کړی.



غزه کې د حماس جګړه‌ییزه لېوا «قسام برېګډرز» وايي چې په خان یونس سیمه کې یې، پر اسراییلي ځواکونو برید کړی دی.

یادې ډلې ویلي چې د خان یونس ښوونیز ریاست ته نږدې یې، د اسراییلو ځواکونو یوه ډله په نښه کړې او د دوی دوه «موکاوا ټانکونه» یې، په چاودېدونکو توکو الوځولې دي.

د حماس قسام ډلې همداراز زیاته کړې چې دې برید کې یې، د اسراییلو ځواکونو ته مرګ‌ژوبله هم اړولې، خو د کره شمېر په تړاو یې، څه نه‌دي ویلي.

د یادې ډلې په وینا، په دې برید کې د اسراییلو یو زغره‌وال موټر هم د ال‌یاسین-۱۰۵ په نوم توغندي باندې وېشتلی دی.

د حماس جګړه‌ییزه څانګه داسې مهال د غزې خان یونس کې د اسراییلو سرتېري په نښه کوي چې پرون هم د اسراییلو یو سرتېری د حماس په برید کې وژل شوی وو.

له دې وړاندې تېره اوونۍ هم غزه کې د یادې ډلې له لوري یوه ټانک ته د چاودېدونکو توکو د ورغوځولو له کبله اووه اسراییلي ځواکونه وژل شوي وو.

مطالب

حماس: غزه کې
مو پر اسراییلي ځواکونو برید کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ