Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غور کې د منار جام د ساتنې او استحکام پروژه بشپړه شوه.
۴ حمل ۱۴۰۴

غور کې د منار جام د ساتنې او استحکام پروژه بشپړه شوه.

اطلاعات او کلتور وزارت ویلي، چې د سېلابونو له خطر څخه د غور منار جام د ژغورنې او ساتنې په موخه د استحکام او ګبیون‌کارۍ پروژې چارې بشپړې شوې. د دغه وزارت په وینا؛ چې په دې پروژه څه ‌باندې دوه میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی. منار جام د نوي ډهلي له قطب منار وروسته په نړۍ کې دویم له خښتو جوړ منار دی چې ۶۳ متره لوړوالی لري او د غوریانو لړۍ پاچا سلطان غیاث‌الدین غوري د واکنمۍ پر مهال جوړ شوی دی. د یادولو ده چې دغه منار په ۲۰۰۲ کال کې د یونیسکو د نړۍوالو فرهنګي میراثونو د سازمان په نوملړ کې هم ثبت شوی دی.

مطالب

غور کې د منار جام
د ساتنې او استحکام
پروژه بشپړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ