Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ا.ا او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لپاره «ګډمیکانیزم» رامنځته کوي.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

ا.ا او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لپاره «ګډمیکانیزم» رامنځته کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره د هغه هېواد چارواکو سره خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هوکړې ته رسېدلي، څو یو ګډ میکانیزم رامنځته شي او له مخې یې هېواد ته په باعزته توګه د کډوالو ستنېدو ته زمینه برابره شي.

هغه وویل: «اسلامي امارت ایران سره ښې اړیکې لري او هغه هېواد کې د کډوالو ستونزو حل لپاره ناستې شوي. ایران چمتو دی چې اسلامي امارت سره یو میکانیزم رامنځته کړي چې له مخې یې، افغانان په باعزته توګه هېواد ته راستانه شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، د روان کال له لومړۍ نیمايي وروسته یوازې ویزه او د اقامت کارت‌لرونکي کډوال ایران کې ژوند کولای شي.

د ایران له لارې د وړاندې شویو شمېرو له مخې، هغه هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه کډوال ژوند کوي. دغو څرګندونو ایران کې د کډوالو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي.

ارغوان چې دوه کاله وړاندې په ویزې ایران ته تللې، له څه مودې وروسته یې ویزه نه ده تمدید شوې او اړ شوې چې په غیرقانوني توګه هغه هېواد کې ژوند وکړي.

دې وویل،  د ویزې تمدید په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده. «د ایران قانون له مخې، ویزې یوازې دوه ځلې تمدیدېږي، په وار وار مې کفالت دفترونو ته د ویزې تمدید لپاره مراجعه کړې. د ځینو دویم ځل هم نه‌تمدیدېږي. په سپکاوي او تحقیر سره هر ځل چې پاسپورټ ورښیوو، راته وايي، افغانستان ته لاړ شئ.»

همدارنګه د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي کابل کې د هغه هېواد سفیر علي‌رضا بېکدلي سره لیدنه کې، د افغان کډوالو تدریجي ستنېدو لپاره اسلامي امارت سره پر همکاریو ټینګار کړی دی.

یوشمېر هغه افغانان چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي، وايي، د وزګارتیا او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لپاره کډوال شوي، خو اوس اندېښمن دي چې د ایران له لوري به واېستل شي.

دوی له ملګروملتونو، ایران او اسلامي امارته غواړي چې ایران کې د کډوالو د ژوند دوام لپاره هوکړه وکړي، ترڅو په جبري ډول اخراج نه‌شي.

ایران کې افغان کډوالې عاقلې رحیمي وویل: «افغانستان کې مې څه نه‌وو، ناروغه وم او پوروړې هم وم. درې کاله کېږي، ایران ته راغلې یم. اولادونه مې ښوونځي ته نه‌شي تللی. اندېښمنه یم، که ایران مې وباسي او افغانستان ته لاړه شم، خاوند مې هم وزګاره دی.»

رحمت‌الله میرزايي هم وویل: «رواني او روحي ناروغۍ سره مخ یم چې هسې نه چې ومې‌باسي. له ملګروملتونو، ایران او اسلامي امارت غواړو چې دې ستونزې ته رسېدنه وشي. که دلته مو ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي. افغانستان کې به ستونزو سره مخ شو.»

ایران کې یوشمېر هغه افغان کډوال چې کلونه یې هغه هېواد کې ژوند کړی وايي، دې وروستیو میاشتو کې د کډوالو نیوال او جبري ستنول زیات شوي دي.

رامین غلامي چې تېرو ۱۳ کلونو راهیسې ایران کې ژوند کوي، وايي: «دلته د اقتصادي ستونزو له امله راغلي یوو. راغلي یو چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو، خو دلته هم بد وضعیت دی. د کډوالو اېستل زیات شوي او له ویزې خوب نه‌راځي، دا چې پولیس به مې ونیسي او افغانستان ته به مې ولېږي.»

ایران کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې پاکستان هم د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پیل کړې او تر دامهاله یې زرګونه کورنۍ افغانستان ته ستنې کړي دي.

مطالب

ا.ا او ایران د افغان کډوالو
د ستنولو لپاره
«ګډمیکانیزم» رامنځته کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ