ټولګټو وزارت تېر کال د ۱۹۸ پروژو چارې پیل کړې دي.
ټولګټو وزارت تېر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۹۸ پراختیایي
پروژو چارې پیل کړې. یاد وزارت د ۱۴۰۳ کال د فعالیتونو او لاستهراوړنو په
تړاو خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې یادو پروژو کې ۵۴ د سړکونو او اوسپنې
پټلۍ، ۱۶ د ټرافیکي اشارو د فعالولو، ۱۴ د جوماتونو جوړولو، ۱۴ د واورې
پاکولو، ۴۳ د سړکونو د خوندیتوب او څارنې او ۶۰ نورې یې د توکو د تدارکاتو
په برخو کې دي. د خپر پاڼې له مخې د کابل – کندهار لویې لارې د لومړۍ او
دویمې طبقې چارې بشپړې شوي او د درېیمې به یې هم روان کال کې بشپړې شي.