Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ ( پي او ار ) کارت لرونکو کډوالو ته د جون تر پایه وخت ورکړی.
۵ ثور ۱۴۰۴

پاکستان؛ ( پي او ار ) کارت لرونکو کډوالو ته د جون تر پایه وخت ورکړی.

د پاکستان جیونیور راپور ورکړی، چې د دولت په چارو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري، ویلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو د ( پي او ار) کارت  لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. 

چودري له جیونیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ګواښ‌ کړی، وای که له ملګرو ملتونو سره ثبت دغه کډوال تر یادې نېټې پورې له پاکستان څخه ونه وځي، نو د پولیسو له لوري به زور واېستل شي.

 د یادونې وړ ده، چې په دغه ټلوېزیوني بحث کې د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څانګې ویاند قیصر افریدي هم ګډون درلود او غوښتنه یې وکړه، چې افغان کډوال باید په جبري توګه ایستل کیدو ته اړ نه شي.

مطالب

پاکستان؛ ( پي او ار )
کارت لرونکو کډوالو ته
د جون تر پایه وخت ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ