Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسراییلو دفاع وزیر: دیمن برخلیک به د تهران په څېر وي.
۳۰ سرطان ۱۴۰۴

د اسراییلو دفاع وزیر: دیمن برخلیک به د تهران په څېر وي.



یمن کې د حوثي ډلې پر وړاندې د ډرون بریدونو وروسته د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز وايي چې د یمن برخلیک به د تهران په څېر وي.

اسراییلو نن دوشنبه، جولای ۲۱مه، یمن کې د حوثي ډلې پر اهداف بریدونه کړي او د تېلو کانټېنرونو، کښتو سربېره یې، د یاد ډلې زیربناوې له‌منځه وړي دي.

د اسراییلو دفاع وزیر ویلي: «حوثیان به د اسراییلو پر دولت د توغندیو د توغولو لپاره درنه بیه پرې کړي. موږ به په هر وخت او هرځای کې د اسراییلو د دولت د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

په یمن کې د اسراییلو د هوايي ځواکونو ټول پخوانیو بریدونو کې چې له اسراییلو څخه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، جنګي الوتکو د تېلو وړونکې او جاسوسي الوتکو په‌کې برخه لرله.

یمن کې د حوثي ډلې تراوسه د یادو بریدونو په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي.

د یمن حوثي ډلې چې د دغه هېواد ډېره برخه باندې واک لري، د غزې پر ملاتړ وخت ناوخت پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کوي.

مطالب

د اسراییلو دفاع وزیر
دیمن برخلیک به د تهران په څېر وي

دا خبر نورو سره شریک کړئ