Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د ښوونیزو توکو مرسته وشوه.
۲۳ دلو ۱۴۰۳

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د ښوونیزو توکو مرسته وشوه.



د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي د لوګر ولایت د پوهنې له ریاست سره  د ۲۸۷ ښوونځیو په خاطر د اړتیا وړ درسي او اداري توکو مرسته وشوه.
 

د پوهنې ریاست ویاند، شاه پور عرب زینت راډیو ته وویل دا مرسته د پوهنې وزارت په همغږۍ د پوهنې اړوند یوې مرستندویې ادارې کړې ده، چې شاوخوا ۵۳ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.


نوموړي زیاته کړه؛ په دې مرسته کې ۲۵۸ کېټه د ښوونځیو اداري او ۳۲۰ کېټه د زده کوونکو درسي مواد شامل دي، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم به په ۲۸۷ ښوونځیو ووېشل شي.  

 

د یادونې وړده،چې د پوهنې وزارت سره دملګرو ملتو له ماشومانو دملاتړ موسسې یونیسف په مالی ملاتړ  تېره اوونۍ هم د لوګر د پوهنې ریاست ته د ۲۸۷ ښوونځیو د ۴۴۹۲۰ زده کوونکو لپاره د ۲۲۴۶ کېټه درسي توکو مرسته کړې وه.

مطالب

د لوګر د پوهنې
له ریاست سره
د ښوونیزو توکو
مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ