Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سوريې «لاذقیه» کې د بریدونو پرمهال ۱۵ امنیتي سرتیري وژل شوي.
۱۷ حوت ۱۴۰۳

د سوريې «لاذقیه» کې د بریدونو پرمهال ۱۵ امنیتي سرتیري وژل شوي.



الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د سوريې په ساحلي ولایت «لاذقیه» کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د وفاداره وسله‌والو بریدونو کې د دې هېواد ۱۵ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دغه امنیتي ځواکونه درې ورځې وړاندې د سوریې پوځ له لوري په «لاذقیه» کې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم د پلویانو پرضد د عملیاتو له پیلېدو وروسته وژل شوي دي.

سوریې کې یوې امنیتي سرچینې د دغو بریدونو په تړاو الجزیرې شبکې ته ویلي چې د سوریې حکومت به له قانون څخه پر سرغړونکو ډلو قانون پلی او هیچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې د سوریې امنیت وګواښي.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موخه له حما، حمص او ادلیب څخه ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ساحلي ولایت «لاذقیه» ته استول شوي دي.

مطالب

د سوريې
«لاذقیه»
۱۵ امنیتي سرتیري وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ