Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

۲۰ تنه افغان ماشومان المان کې له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

۲۰ تنه افغان ماشومان المان کې له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې د دې ټولنې لخوا المان ته لېږل شوي ۲۰ تنه په اور سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي ماشومان له درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول. 

دغه ټولنه هر کال دوه ځله په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي ماشومان المان ته د درملنې په موخه لېږي.

مطالب

۲۰ تنه افغان ماشومان المان کې
له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ