Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي.
۳ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي.

د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغه ولسوالۍ کې څلور جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت رادیو ته وویل، یادې ترافیکي پېښې د مرکز پل‌علم په خضر، التمور، جمعه کلا او محمداغې ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.


ده زیاته کړه، په یادو ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

انس زیاته کړه، د یادو پېښو ټپيان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې له ډلې یې د اوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د رامنځته شوو ترافیکي پېښو اصلي لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې‌احتیاطۍ بولي.

مطالب

لوګر کې ترافیکي پېښې
درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
او ۱۳ نور ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ