Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۱۱ حوت ۱۴۰۳

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني ولایت مقر او قرباغ دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي پر وینا: لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ۳ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.سرحدي زیاته کړې چې دوهمه پېښه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو مسافر وړونکو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې درې کسان ټپیان شوي دي.
د یادونې وړده چې د یادو  پېښو لامل د موټرچلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

مطالب

غزني
دوو ټرافیکي پېښو
۹ کسانو ته مرګ ژوبل

دا خبر نورو سره شریک کړئ