د راډیو نړېواله ورځ او پر ټولنه یې اغېزې.
لیکنه او راټولونه: د زینت راډیو د نشراتو مدیر او خبریال (شفیع الله " افغانزی ")
نن د فبروري ۱۳مه د راډیو له نړېوالې ورځې سره برابره ده.
دغه ورځ په ۲۰۱۱ کې د یونسکو د غړو هېوادونو له خوا اعلان شوه او په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نړېوالې ورځې په توګه ومنله.
راډيو اوس هم په افغانستان کې خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې اساسي رول لري او د افغانانو په منځ کې د رسنیو له ډلې د ډېر محبوبیت او ځای لرونکې ده.
نن سبا آن تر دې چې بزګر په خپلې کروندې کې راډيو اوري او له دې لارې په هېواد او نړۍ کې له مهمو پېښو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو ټولنیزو مسایلو څخه د راډيو له لارې پوهاوی او خبر ترلاسه کوي.
راډیو د خلکو لپاره سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تفریحي او په بېلابېلو برخو کې پراخ معلومات خپروي، چې هره برخه یې خپل مینوال او مخاطبان لري.
دغه بې لګښته رسنۍ چې اوس د هرکور د مېلمه په توګه پېژندل کېږي، اغېزې یې هم همدومره دي، چې ښه بېلګه یې راډیویي ښوونځي، د نشه یي توکو د استعمال مخنیوي په پار پروګرامونه او سیاسي او اقتصادي خپرونې دي، چې هرې برخې یې په خپل وار سره خپلې اغېزې لرلې دي.
انساني فکر ترټولو ښه اخیستنه له داسې خبرو کولای شي، چې غواړي وایې وري او راډیو یو له هغو وسیلو ده چې د انساني فکر سره سم خبرې کوي، هرکله چې انسان وغواړي اورېدلای یې شي او هرکله چې وغواړي بندولای یې شي، ځکه هیڅ داسې نزاکت یې ترمنځ نشته، چې د جبر له مخې ورته غوږ شي.
سږ کال د راډيو نړېواله ورځ داسې حال کې راځي، چې دمګړۍ د هېواد ګوټ ګوټ کې ګڼې راډيوګانې فعالیت کوي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم نشرات پر مخ وړي.