Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له اسلام‌اباد افغان کډوال نه‌باسي.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له اسلام‌اباد افغان کډوال نه‌باسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ دې افغان کډوال نه‌باسي.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او د کډوالۍ نړیوال سازمان له دې وړاندې هم د پاکستان پر پرېکړه نیوکه کړې ویلي یې وو چې افغانستان ته د افغان کډوال بېرته ستنېدل به د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

په اسلام اباد کې د یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار ویاند قیصرخان افریدي رسنیو ته ویلي چې د پاکستان حکومت له یادو ښارونو څخه د افغانانو اېستلو لپاره ډېر کم وخت ورکړی دی

هغه ویلي: «هغه خلک چې له ډېرې مودې راهیسې دلته اوسي، ظاهره ده دومره ژر نه‌شي کولای چې له اسلام اباد یا له راولپېنډۍ ولاړ شي، ځکه چې دلته یې روزګار دی، دلته یې ماشومان سبق وايي. نو په کار ده چې حکومت ورته مهالوېش وټاکي. بل داسې خلک دي چې بېرته افغانستان ته نه شي تللی.»

پاکستان د جنورۍ په پای کې اعلان وکړ چې په راولپېنډۍ او اسلام‌اباد کې مېشت افغان کډوال باید د مارچ تر پایه یاد ښارونه پرېږدي.

پاکستان پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارټ لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي.

مطالب

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار
پاکستان دې
له اسلام‌اباد
افغان کډوال

دا خبر نورو سره شریک کړئ