Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حوثیان: پر اسراییلو بریدونه له امریکا سره د اوربند برخه نه‌دي.
۱۷ ثور ۱۴۰۴

حوثیان: پر اسراییلو بریدونه له امریکا سره د اوربند برخه نه‌دي.

په یمن کې د حوثي ډلې مذاکراتي پلاوی وايي چې پر اسراییلو بریدونه د دوی او امریکا ترمنځ د شوي اوربند برخه نه‌‌دي.

محمدعبدالسلام نن چهارشنبه، مې ۷مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د عمان په منځګړیتوب شوي تړون کې پر اسراییلو برید «په هېڅ ډول، شکل یا وجه» شامل نه‌دی.

د امریکا او حوثیانو ترمنځ دغه تړون ساعت وروسته له هغې وشو چې اسراییلو د صنعا پر هوايي ډګر برید وکړ.

د یاد هوايي ډګر مدیر خالد الشایف وايي، د اسراییلو په دې برید کې هوايي ډګر ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند دغه تړون اعلان کړی او ویلي یې دي چې پر حوثیانو بریدونه درېدلي دي. نوموړي ویلي چې حوثیان به نور په سره سمندر کې پر کښتیو بریدونه نه‌کوي او په وینا یې، دوی تسلیم شوي.

بل‌خوا حوثیانو ویلي چې له تړون د سرغړونې په صورت کې به امریکا ته ځواب ورکړي. عبدالسلام ویلي: «که امریکايي دښمن خپل بریدونه بیاوکړي، موږ به هم خپل بریدونه بېرته پیل کړو.»

حوثیانو ټينګار کړی چې پر اسراییلو به یې، بریدونه روان وي.

مطالب

حوثیان
ر اسراییلو بریدونه
له امریکا سره د اوربند برخه نه‌دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ