Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د مرمرو ډبرو د پروسیس او تولید کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې د مرمرو ډبرو د پروسیس او تولید کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د یوه کس په شخصي لګښت د مرمرینو ډبرو پروسیس او تولید کارخونې په فعالیت پيل وکړ.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ثناګل ګلزار زینت راډیو ته وویل، دا کارخونه د لس میلیونه افغانیو په لګښت د لوګر یوه اوسېدونکي شمس‌الدین په شخصي لګښت جوړه او نن په رسمي توګه پرانېستل شوه.


ګلزار زیاته کړه، دغه کارخونه کې پرمختللي ماشینونه لګول شوي او هره میاشت به ۳۰ ټُنه مرمرینې ډبرې په اساسي او مسلکي توګه پروسیس او تولید کړي.

هغه وویل، په دغه فابریکه کې لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې ده. پل‌علم یوه اوسېدونکي عبدالمتین زینت راډیو ته وویل، دا ډول کارخونې کولای شي چې د خلکو اقتصاد کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

نوموړي په صنعت او سوداګرۍ ریاست غږ وکړ چې پانګوال دېته وهڅوي چې په دغه ولایت کې ورته فابریکې جوړې کړي او وزګار کسان په کار بوخت کړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم لوګر  په مرکز پل‌علم کې د خوراکي توکو، کونجاړې، پلستیکي توکو، غوړیو او همدارنګه د ساختماني موادو د تولید کارخونې پرانېستل شوې دي.

مطالب

لوګر کې د مرمرو ډبرو
د پروسیس او تولید کارخونې
په فعالیت پیل وکړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ