Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې په ۴۹زره ډالره د اوبو رسولو یوه شبکه جوړیږي.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

پکتيا کې په ۴۹زره ډالره د اوبو رسولو یوه شبکه جوړیږي.



د پکتیا ګردېز ښاروالي یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار اړوند څلورمې ناحیې «اهنګرانو» زاړه بازار سیمه کې د پاکو اوبو رسولو د يوې شبکې چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې ياده پروژه د «يو اين هبيتات» د ملګرو ملتونو بشري استوګن‌ځایونو دفتر په ۴۹ زره ډالرو مالي لګښت جوړيږي.

د اوبو رسولو دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندنه، د اوبو لپاره ذخېره، کورونو ته د اوبو لېږد پایپونه او لمریزې برښنا سیستم شامل دی چې د سیمې ۱۰۶ کورنيو ته به پاکې اوبه ورسيږي.

د مالوماتو له مخې، د پاکو اوبو رسولو يادې پروژې چارې به د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د یادې سيمې ډيری کورنيو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، زیاتره کورنيو د عمومي ويالې له اوبو ګټه پورته کوله چې ډول، ډول ناروغی يې پيدا کولې.

دوی زیاته کړه چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره به د پاکو اوبو برخه کې د يادو کورنيو ستونزه حل شي.

مطالب

پکتيا کې په ۴۹زره ډالره
د اوبو رسولو یوه شبکه جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ