د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې
۸۷ سلنه چارې بشپړې شوې دي. د دې شرکت مسوولین زیاتوي، چې د دې کانال د
سربند چارې هم د ۷۵ سلنه په اندازه بشپړې شوې دي. دوی زیاتوي، چې د قوش
تېپې کانال پروژه د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده او د کارونو چارې یې په
منظم ډول سره پر مخ روانې دي. د خصوصي سکټور غړي هم د ملي پراختیا شرکت څخه
د دې پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د دې پروژې په عملي
کېدو سره به زرګونه پانګوال دې پروژې ته څېرمه پانګونه وکړي.