د اسلامي امارت مشر د ښاري پلانونو په تړاو فرمان صادر کړ.
د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د ښاري پلانونو اړوند د اړینو مالوماتو خپرولو په موخه څلور مادییز فرمان صادر کړی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد (سهشنبه، ثور ۲۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه فرمان کې د ښاري ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو د پراختیا، د خدماتو د ښهوالي، او روڼتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ او د ولایتونو اړوند ښاروالۍ مکلفې شوې چې د رسنیو، امامانو، ګذر وکیلانو او نورو مناسب لارو له لارې خلک له ښاري طرحو خبر کړي.
یاد فرمان کې اړوند ادارې مکلفې شوې چې هغو سیمو ته پلانونه ترتیب او خپاره کړي چې تر اوسه یې تفصیلي پلان نه دی جوړ شوی.
د چارو اداره او د فرمانونو تعقیبي او نظارتي ریاستونه به د دې فرمان د تطبیق پر څرنګوالي دوامداره څارنه کوي.
یاد فرمان د توشیح له نېټې نافذ ګڼل شوی او په رسمي جریده کې به خپور شي.