Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلوچستان کې چاودنه؛ درې پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي.
۲۶ حمل ۱۴۰۴

بلوچستان کې چاودنه؛ درې پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د پولیسو پر موټر د شوې چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

پېښه نن سه‌شنبه، اپرېل ۱۵مه د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالي په شمس‌اباد سیمه کې شوې ده. د پاکستان «ډان» ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، چاودنه د پولیسو بس موټر پسې د نښلوونکي ماین له امله رامنځته شوې.

د بلوچستان ځايي حکومت ویاند شاهد ریند رسنیو ویلي: «چاودنه کې د بلوچستان درې انتظامي پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.»

په ورته مهال د مستونګ ولسوالي چارواکو بیا په پېښه کې د ټپیانو شمېر ۱۸ ښودلی دی.

بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د وروستیو اوونیو پرمهال د پاکستان پوځ او نظامیانو پر وړاندې بریدونه ډېر شوي دي.

له دې وړاندې تېره پنجشنبه په همدې مستونګ ولسوالي کې د پولیسو پر موټر د وسله‌والو برید کې درې پولیس وژل شوي وو.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵کال جنورۍ پرمهال دغه هېواد کې بریدونه د پام وړ زیات شوي دي. د معلوماتو پر بنسټ، د تېرې میاشتې په پرتله ۴۲سلنه بریدونه ډېر شوي.

معلوماتو څرګنده کړه چې په ټول هېواد کې لږترلږه ۷۴ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي چې په پایله کې یې ۹۱ کسان وژل شوي چې ۳۵ امنیتي پرسونل، ۲۰ ملکي وګړي او ۳۶ وسله‌وال دي.

 همداراز دې بریدونو کې ۱۱۷ کسان ټپیان شوي چې ۵۳ امنیتي ځواکونه، ۵۴ ملکي وګړي او ۱۰ وسله‌وال هم په‌کې شامل دي.

مطالب

بلوچستان کې چاودنه
درې پاکستاني پولیس
وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ