Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیه کې د افغاني تولیداتو لوی نندارتون جوړیږي.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

روسیه کې د افغاني تولیداتو لوی نندارتون جوړیږي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغاني تولیداتو ودې او بازار موندنې په موخه په کور دننه يې ۵۰ نندارتونونه جوړ کړي او افغان صنعت‌کارانو او تولیدوونکو شرکتونو ته یې د منځنۍ اسیا، چین، ترکیې، ایران او قطر نندراتونونو کې د ګډون لپاره زمینه برابره کړې ده. 
عزیزي زیاتوي، په روان ۱۴۰۴ کال کې، د افغاني تولیداتو د ودې او بازار موندنې په موخه په روسیه کې لوی نندارتون جوړوي. اخوا افغان صنعت‌کاران او پانګه‌وال بیا نړۍوال مارکېټ ته د لاسرسي او افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره د نندارتونونو جوړول ګټور بولي.

مطالب

وسیه کې د افغاني
تولیداتو لوی نندارتون جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ