د لوګر امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ ۵۰۰ آلې وسوځولې.
د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې له مرکز پلعلم او ولسوالیو څخه سلګونه د موسیقي آلې او وسایل راټولې کړې او نن یې وسوځول.
د لوګر ولایت د امر بالمعرف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدو رییس مولوي عبدالحکیم حـ.ـقانـ.ـي ویلي، چې دغه ۵۰۰ د ساز او سرود آلې چې د لوګر ولایت بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر مراسمو څخه د محتسبینو له خوا راټولې شوې وې، نن وسوځول شوې.
ښاغلي حـ.ـقانـ.ـي زیاته کړې: «دغه توکي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په رڼا کې راټول او له منځه یوړل شول.»
نوموړي ویلي، لوګر کې ۹۵ سلنه د منکراتو مخنیوی شوی او د ساز او سرود برنامې جوړول یې د شریعت خلاف کار وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې د ساز او سرود اسبابو له پلورلو او استفادې څخه ځانونه وژغوري او له دغو کارونو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
هغه د لوګر له اوسېدونکو غوښتي، چې امر بالمعروف ریاست محتسبینو سره همکاري وکړي او که چېرې په دغه ولایت کې هر ډول شکایت ولري د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست دروازه د هغوی پر مخ پرانیستې ده.
زینت راډيو – لوګر.