Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاپیسا کې یوه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

کاپیسا کې یوه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې.

د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان د مالي موضوع پر سر له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز رسنیو ته وویل چې د فریدون په نوم دغه شاوخوا شل کلن ځوان نن له غرمې مخکې خپل ځان په ونه پورې راځوړند کړی او مړی شوی دی.

هغه وویل چې دغه پېښه د کاپیسا د مرکز د پنځمې حوزې اړوند په ولي‌خېل کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د پېښې اصلي لامل د پیسو پر سر د زوی او پلار ترمنځ لفظي شخړه وه.»

فایز وویل چې د یادې پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.

د یوې امنیتې سرچینې په خبره، پرون په کندهار ښار کې هم یوه ځوان د رواني ستونزو له امله ځان‌وژنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ځان‌ژونه د سلام له نظره حرامه ده؛ که یو څوک د رواني او کورنیو ستونزو له امله د دې لویې ګناه ترسره کولو په فکر شي، باید پوه شي د مرستې او ملاتړ لارې شته؛ هغوی کولای شي پر الله (ج) د توکل، له کورنۍ او خپلوانو سره د خبرو او یا له یو چا سره د مشورې له لارې خپلو ستونزو له حل‌لاره پیدا کړي.

مطالب

کاپیسا کې یوه ځوان
له خپل پلار سره تر لفظي شخړې
وروسته ځان‌وژنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ