Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عامې روغتیا وزارت: یو ګډ ۷ کسیز پلاوی په رسمي سفر قطر ته تللی.
۹ سرطان ۱۴۰۴

عامې روغتیا وزارت: یو ګډ ۷ کسیز پلاوی په رسمي سفر قطر ته تللی.

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د ځینو وزارتونو یو ګډ اووه کسیز پلاوی د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په درېیمه ناسته او د خصوصي سکټور تخنیکي کمېټې په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه؛ په دوه ورځني رسمي سفر قطر ته تللی دی.

 د سرچینې په خبره په یاد پلاوي کې د عامې روغتیا وزارت په نشه‌یي توکو د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس حافظ انعام الله عمار، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو استازي شامل دي.

 ویل شوي چې په یادو ناستو کې د نشه‌یي توکو پر وړانډې د مبارزې ګډ پلاوی به د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د نشه‌یي توکو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې د ګډو هڅو او د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

مطالب

عامې روغتیا وزارت
یو ګډ ۷ کسیز پلاوی په رسمي سفر قطر ته تللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ