کندهار کې د درېیو پروژو چارې پیل شوې
د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په
لګښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس سيد
محمد شرافت ویلي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د
پراختيايي بودجې څخه د ۵ میلیونه ۹۳۸ زره ۸۴۷ افغانیو په لګښت د یوه
استنادي دېوال یوه کانال او د یوه کاریز جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي
زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې ۱۳۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال د ۴۲۵
متره په اوږدوالي د کانال او د ۱۲۰ متره کاریز د جوړولو چارې شاملې دي، چې
چارې به یې د درېیو میاشتو کې په موده کې پای ته ورسېږي.