Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران ولسمشر د چکر له امله د پارلمان مرستیال له دندې ګوښه کړ.
۱۶ حمل ۱۴۰۴

د ایران ولسمشر د چکر له امله د پارلمان مرستیال له دندې ګوښه کړ.

د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د پارلمان مرستیال شهرام دبیري جنوبي قطب ته د تفریحي سفر اړوند خبرونو له تایید وروسته له دندې ګوښه کړ.

ویل کېږي چې شهرام دبیري له خپلې مېرمنې سره یوځای جنوبي قطب ته د چکر لپاره تللی و.

مسعود پزشکیان په یوه حکم کې ویلي: «د خبرونو له ارزونې وروسته معلومه شوه چې تاسو جنوبي قطب ته د تفرېح لپاره تللي یاست…په داسې حال کې چې هېواد او خلک د اقتصادي فشارونو لاندې دي، د رسمي مسوولانو تفریحي سفرونه، حتا په خپل شخصي لګښت هم د دفاع او توجیه وړ نه‌‌دي.»

د نوموړي د سفر اړوند خبرونه وروسته له هغې تر ارزونې لاندې راغلل چې د ارجنټاین پلازمېنې بوینس‌اېرس او جنوبي قطب کې د هغه او د مېرمنې تصویرونه یې، پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول.

پر ټولنیزو رسنیو یادو تصویرونو ته ګڼ‌شمېر ایرانيانو غبرګونونه ښودلي دي.

د ایران د ولسمشرۍ ریاست د پارلماني معاونیت د یادو غبرګونونو په لړ کې ویلي و چې دغه تصویرونه پخواني دي او جنوبي قطب ته د شهرام دبیري سفر حقیقت نه‌لري.

مطالب

د ایران ولسمشر
د چکر له امله د پارلمان مرستیال
له دندې ګوښه کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ