Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې پر نري رنځ د اخته نارو.غانو شمېر زیات شوی.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

ننګرهار کې پر نري رنځ د اخته نارو.غانو شمېر زیات شوی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په پرتله په ۱۴۰۳ لمریز کال پر نري رنځ د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی. 

مسوولین د نري رنځ ناروغۍ ګراف لوړېدو لامل له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل او ځینې نور لاملونه بولي. د ننګرهار حوزوي روغتون ته پر نري رنځ

 ورغلي اخته ځینې ناروغان له اړوندو مسوولینو د دغې ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ

 غوښتونکي دي. د روغتیا پالانو د سپارښتنو لمخې له ماسک ګټنه، له ناروغو خلکو تر رغېدلو واټن اخېستل او پر وخت روغتیايي مرکزونو ته د 

درملنې په پار ورتګ د نري رنځ مخنیوي او زر رغېدلو مهې لارې چارې بلل دي.

مطالب

ننګرهار کې پر نري رنځ
د اخته نارو.غانو
شمېر زیات شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ