Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې له قیمتي ډبرو جوړېدونکو تسبو صنعت وده کړې.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

کندهار کې له قیمتي ډبرو جوړېدونکو تسبو صنعت وده کړې.

په کندهار کې له قیمتي ډبرو څخه په لاس د جوړېدونکو تسبو صنعت وده کړې. خو جوړوونکي وايي، حکومت دې د ډبرو کانونو قراردادونه دوی ته ورکړي او د دغه صنعت لپاره دې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړې. خو سیمه ییز مسوولین وايي، د کانونو استخراج لوړ لګښتونه او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري، چې تسبېح جوړوونکي داشرایط نه شي پوره کولی. په دغه ولایت کې له ډبرو څخه جوړې شوې تسبېح چې ډيرې مشهورې دي، له افغانستان څخه ایران، سعودي عربستان او ځیني نورو اسلامي هېوادونو ته صادریږي.

مطالب

کندهار کې له قیمتي
ډبرو جوړېدونکو تسبو
صنعت وده کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ