Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی کوچنی بازار جوړ شوی.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی کوچنی بازار جوړ شوی.

په کابل کې یوې متشبثې ښځې د ښځو لپاره یو ځانګړی کوچنی بازار جوړ کړی دی. 

دغه کوچنی بازار چې د پنجشنبې بازار او جمعې بازار په نوم جوړ شوی، د هغو ښځو د محصولاتو د پلور لپاره رامنځته شوی، چې کوچني کاروبارونه لري. 

په دغه بازار کې چې پلورونکې یې ټولې ښځې دي، په ۷۰ غرفو کې، ترشي باب، خوراکي توکي، لاسي صنایع او جامې پلورل کېږي. د دغه بازار مسووله وايي، که ترې ملاتړ وشي، کولی شي، لا پراخ بازارونه جوړ او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

مطالب

کابل کې د ښځو لپاره
ځانګړی کوچنی بازار جوړ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ