Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز؛ د څه باندې ۲۷۰ زره ډالرو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړېږي.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

کندوز؛ د څه باندې ۲۷۰ زره ډالرو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړېږي.

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په لودین کلي کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ د رغولو چارې پیل شوې دي.

 د یاد ریاست د مسوولینو په خبره دغه نوې ودانۍ به ۸ درسي او ۲ اداري خونې، تشنابونه او یو ورزشي لوبغالی ولري. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر له لوري د څه باندې ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي. 

سرچینې زیاته کړې، چې د ښوونځي د ودانۍ رغنیزې چارې به په راتلونکو ۸ میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به د زده ‌کوونکو لپاره د زده کړو چاپېریال ښه شي او د ښوونې بهیر لا پیاوړی شي.

مطالب

کندوز؛ د څه باندې ۲۷۰ زره ډالرو
په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ