Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له سېلاب د ماشومانو ژغورنه؛ ژغورونکي ژوند له لاسه ورکړو.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

له سېلاب د ماشومانو ژغورنه؛ ژغورونکي ژوند له لاسه ورکړو.

د غزني ښار اړوند «پیرزاده» کلي کې یوه ځوان له سېلاب څخه د دوو ماشومانو د ژغورنې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پېښه پرون یکشنبه، چنګاښ ۲۱مه، دغه کلي کې د سېلاب‌ راوتلو پرمهال شوې ده.

د غزني امنیه قومنداني ویاند خالد سرحدي رسنیو ته وايي چې دغه ځوان د سېلاب له اوبو دوه ماشومان ژغورلي، خو په وینا یې، خپل ژوند یې، له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې دوه ټپي ماشومان د یاد ځوان له لوري له سېلاب‌ ژغورل شوي دي.

عیني شاهدان بیا وايي چې دغه ځوان سیدنصیراحمد نومېږي او د سېلاب اوبو څخه یې، دوه ماشومان ژغورلي دي. دوی همداراز د یاد ځوان کورنۍ سره د مرستې لپاره کمپاین هم پیل کړی دی.

د وروستیو اوونیو پرمهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو ل امله یوشمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

مطالب

له سېلاب د ماشومانو ژغورنه
ژغورونکي ژوند له لاسه ورکړو

دا خبر نورو سره شریک کړئ